روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې، چې پرون پیل شوي او تر سبا یکشنبې پورې به دوام وکړي او تر دا مهاله په کې یواځې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې، لومړنۍ پایلې یې ښيي، چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او غوڅ احتمال دا دی، چې نوموړی به بیا ځلې د روسیې ولسمشر شي. د یادونې وړ ده، هغو سیمو کې هم ولسشمریزې ټاکنې روانې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې له اوکراین څخه نیول شوې او روسیې فدراسیون پورې تړل شوې دي. که په روانو ټاکنو کې د پوتین بریا قطعي شي، نو نوموړی به د پنځم ځل لپاره تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د کرېملېن ماڼۍ واک له ځان سره ولري او دې سره به د درې لسیزو لپاره د روسیې واکمن پاتې شي.
































