امریکا وایي د افغان سولې په برخه کې غوره فرصت رامنځ ته شوی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لویې جرګې له پرېکړې او د زندانیانو د خوشي کولو په تړاو د ولسمشر غني له دریځ هرکلی کړی دی. نوموړي ویلي دا د افغان سولې لپاره غوره فرصت دی او دواړو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل کړي. خلیلزاد ویلي تمه لري چې د زندانیانو د خوشي کولو بهیر ډېر ژر بشپړ شي او تر هغه وروسته به ډېر ژر بین الافغاني خبرې پیلېږي چې په هغه کې د سولې پر تګلاره، د اوربند پر رامنځ ته کېدو او د جګړو پر پای ته رسېدو بحثونه کېږي.
































