په فراه ولایت کې د معتادینو راټولولو لومړی پړاو پيل شو او تر دې مهاله ۸۵ معتادین د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوي دي. د فراه ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند وايي، چې په دې بهير کې به له فراه ښار او ټولو ولسوالیو څخه معتادین راټول او د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته یووړل شي. تر کابل او هرات وروسته فراه د افغانستان درېیم ولایت دی چې ډېر معتادین پهکې اوسېږي. د راپور له مخې په دې ولایتونو کې زرګونه هغه معتادین هم اوسېږي چې له ايران څخه راشړل شوي دي، په دوی کې ځينې معتادین خپلو اصلي ولایتونو ته نه دي تللي او همدلته پاته دي.
































