د کندوز ولایت د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې ۱۳ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او تاریخ تېره درمل سوځولي دي. د یادې ادارې مسوولینو ویلي، چې یو ځل بیا یې د تېرو څلورو میاشتو په موده کې له پلورنځيو او درملتونونو څخه شاوخوا ۱۳ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول کړي وو، چې په ابدان دښته کې وسوځول شول. د یادې ادارې مسوولینو دغه راز یو ځل بیا له ټولو درمل او خوراکي توکو له پلورونکو غوښتي، چې په خلکو تاریخ تېره مواد ونه پلوري. د مالوماتو له مخې په تېرو ۹ میاشتو کې دغې ادارې په کندوز او د یاد ولایت په یو شمېر ولسواليو کې ۱۵۳ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځولي دي.
































