د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. یاده پېښه د ټانکر، موټرسایکل او ۵۸۰ ډوله بس ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې له ټکر وروسته ۵۸۰ بس اور اخیستی دی. د دغې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د ګرشک او لښکرګاه ایمیرجنسي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
































