د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رییس د هرات ولایت پاشدان بند د پاتې چارو د بیاپيلېدو په موخه د دغه بند له سیمې څخه لیدنه کړې او د یاد بند د پاتې چارو د پیلولو د چمتووالي په اړه یې خبر ورکړی دی. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د دې بند پاتې چارې به په نږدې راتلونکې پیل شي. د پاشدان بند د دوه میګاواټه برېښنا د تولید او ۵۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ترڅنګ د ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري. د پاشدان بند د جوړونې چارې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې، چې ټاکل شوې وه په درېیو کلونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو د بېلابېلو دلیلونو له کبله يې چارې ودرول شوې او د اوو کلونو په تېرېدو سره یې یوازې ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې.
































