د هلمند د اطلاعاتو کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د دې ولایت والي د صعنتي پارک جوړېدو په موخه غونډه کړې. په دې غونډه کې د یاد صنعتي پارک د جوړېدو او فعالیتونو څخه د څارنې په موخه ۱۴ کسیزه کمېټه هم ټاکل شوې. دغه صنعتي پارک چې په ۲ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي پکې ۲ بابه جوماتونه، یو روغتیایي مرکز، عمده پلورنځي، سوداګریزه سیمه، خوړنځای، برېښنا سټېشن، بانک، تفریحي پارکونه، ګدامونه، پست رسونه، د نقیله وسایطو تمځایونه او نورې اسانتیاوې شاملې دي. د هلمند صنعتي پارک د هلمند – کندهار- کندهار – هرات پر لویه لار جوړېږي چې تر ډېره یې کارونه بشپړ شوي او دا مهال یې د ودانیو جوړولو چارې دوام لري.
































