د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روان ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه هېواد ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال له ګانډیو هیوادونو په زور او خپله خوښه راستانه شوي. خو د کډوالو وزارت چارواکو دا نه دي ويلي چې دغه یونیم میلیون افغانان له کومو هيوادونو افغانستان ته راستانه شوي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي چې له دغو شمېر کډوالو سره تر ثبتېدو وروسته مرستې شوي او بیا خپلو سیمو ته استول شوي. یاد وزارت وايي، د ټولو ولایتونو د کډوالو ریاستونو ته یې د دغو کډوالو د سمې لارښوونې سپارښتنې کړې دي چې له یادو کډوالو سره همکاري وکړي.
































