کابل کې د چین سفیر جاو شینګ د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي. جاو شینګ زیاته کړې؛ د مس عینک کان، د جلغوزو د پروسس او صادراتو سربېره په یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې د چینایی پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې او په ګڼو نورو پروژو پانګونې ته لېواله دي. ورته مهال په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی. سیاسي مرستیال د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړی، چې په بشپړېدو سره به یې اقتصادي او سوداګریزه برخه لا پیاوړي شي.
































