د بدخشان سیمهییزو چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د شګو له چاڼ څخه د سرو زرو د موندلو د یوه کان د نړېدو له کبله دوه کسان مړه شوي دي. د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس حکمت الله محمدي ويلي، چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته درې بجې د کوهستان ولسوالۍ د وخنده په کلي کې رامنځته شوې ده. محمدي زياته کړې؛ تېره ورځ په ياده ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنه رامنځته شوې، چې له کبله یې چاته ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
































