د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو په ګټلو سره خپله واکمني د شپږو نورو کلونو لپاره وغځوله دا په روسیه کې په شدت کنټرول شوې ټاکنې ګڼل شوي چې په لړ کې یې د درغلیو او لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي دي. د څه باندې ۶۰ سلنه شمېرل شویو رایو له مخې، پوتین په دغو ټاکنو کې د ۸۷ سلنه رایو په ګټلو سره د بلې دورې ګټونکی ګڼل شوی دی. د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ سلنه یې د ولسمشرۍ په دغو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي. په روسیه کې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱۴ میلیونه وو.
































