د بادغیس په دره بوم ولسوالۍ کې د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله متقي ویلي، چې دغه پېښه په دره بوم ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې پکې د ۵ ماشومانو په ګډون ۶ کسان مړه شوي. نوموړي د پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده چې د وروستیو اورښتونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې دې ته په ورته پېښو کې لسګونه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
































