د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ور ګرځولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه د ۷۸ بندر له لارې يې ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته ګرځولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
































