د بغلان د ترافیکو مدیریت د روان کال په لړ کې ۱۰۸ میلیونه ۲۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د بغلان د ترافیکو مدیر نذیر الله عابدي وايي، چې دغه عواید د لایسنس او جوازسیر له درکه راټول او د دولت خزانې ته یې سیارلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې تېرکال د یاد مدیریت عواید یومیلیونه ۲۶۵ زره افغانۍ وو چې د تېرکال په پرتله سږکال د یاد مدیریت عواید څه باندې ۱۰۷ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي.
































