د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت ویلي چې د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د سیاب بالا چکډېم د جوړېدو عملي چارې د ۴ میلیونه، ۲۷۸ زره ۲۸۳ افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره یاد چکډېم د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د باران اوبو راټولولو او د استوګنې کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د قراردادي شرکت له لوري جوړېږي.
































