انډیا ټوډې ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې هندي پولیسو دوه افغانان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي دي. راپور کې د هندي پولیسو له قوله ویل شوي چې قاچاق کوونکو هڅه کوله د ۱۰۰۰ کروړه هندي کلدارو په ارزښت ۱۹۱ کیلوګرامه هیروئین هندوستان ته د درملو په پلاستیکونو کې ولېږدوي چې د یاد هېواد په ناوا شوا ناوي بندر کې د هندي پولیسو په یو لړ ګډو عملیاتو کې له دوو کسانو سره یو ځای نیول شوي دي. ویل کېږي چې یوې هندي محکمې یادو دوو کسانو ته د ۱۴ ورځې بند سزا اورولې ده.
































