د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې د نښتې پر مهال د افغان ځواکونو بریدونو کې درې پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي. سرچینې وايي، د افغان ځواکونو له لوري توغول شوي توپونه د کرښې ها غاړې بوړکي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر پوستو لګېدلي دي. د دغې نښتې له امله د خرلاڅي دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سیمې اوسېدونکي وايي، په سیمه کې جګړه روانه ده او د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.
































