دفاع وزارت ویلي، چې د پاکستان تجاوز ته ځواب ورکړل شوی او افغان سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې اوږدو کې د پاکستاني پوځ مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړي. د دفاع سرپرست وزیر خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي. د یادونې وړ ده، چې نن سهار وختي پاکستاني الوتکو د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړل او پکتیکا او خوست کې یې د عامو وګړو کورونه بمبار کړل.
































