د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د واشنګټن په شمال لویدیځ کې د میټرو پولیټین د پولیسو مرکز مشر جیفري کارول رسنیو ته ویلي، چې په دې برید کې ۲ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي، چې روغتون ته انتقال شوي. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه شکمن کس نه دی نیول شوی. امریکایي چارواکو ویلي، چې د تېر کال په پرتله په واشنګټن کې د وژنې پېښې ۳۵ سلنه او د موټرو غلاوې دوه برابره زیاتې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د واشنګټن ځایي حکومت د روان میلادي کال په جنورۍ کې د عامه خوندیتوب یو قانون تصویب کړ، چې موخه یې د جرمونو کچې ټیټول ښودل شوي دي.
































