د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، دغه اداره هڅه کوي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د بازارونو په کنټرول سره د احتکار مخه ونیسي. نورالدین عزیزي زیاتوي، چې دوی تر دې دمه توانیدلي، چې نرخونه کنټرول کړي. د پلازمېنې اوسېدونکي له ټولو سوداګرو غوښتنه کوي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د توکو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې راټيټې کړي. په تېرو کلونو کې به د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بيې په بې ساري ډول لوړېدې، خو سرپرست حکومت وايي، چې له دې وروسته به هیچاته اجازه ورنکړي، چې توکي په لوړه بیه وپلوري.
































