په کابل کې د چین سفارت پرون د یوه پروګرام په لړ کې د کابل پوهنتون غوره زدهکړیالان، د بورسیې او د نغدي جایزو له ورکړې سره وستایل. کابل کې د چین سفارت سفیر جاو شینګ ویلي چې د چین سفارت په افغانستان کې له لوړو زدهکړو ملاتړ کوي. نوموړي ویلي، هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز د کابل پوهنتون مخکښو محصلینو ته د چین د سفارت له خوا د جایزو د ورکړې په پروګرام کې په هېواد کې د لوړو زدهکړو پیاوړتیا یوه جدي اړتیا بللې ده. نوموړی زیاتوي چې د چین د ټکنالوژۍ او ساینس له پوهنتون سره د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې دغه پوهنتون له کابل پوهنتون سره د ادبیاتو د څانګې ترڅنګ، د ټکنالوژۍ په څانګه کې هم همکاري وکړي.
































