د مزارشریف د ښاروالۍ ریاست چارواکو ملت ته د حساب ورکونې په پروګرام کې ویلي، چې په تېر یو کال کې د مزارشریف ښار په دولسو ناحیو کې د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت یې ۲۰ پراختیایي پروژې پلې او بشپړې کړي او دا مهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق وایي، سږکال یې ۶۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي او له ټاکل شوي هدف څخه یې په عوایدو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه راز نوموړی د راتلونکي ۱۴۰۳ کال لپاره، په مزارشریف ښار کې د ۱۷ پراختیایي پروژو د تطبیق خبر ورکوي. بلخوا د بلخ مېشت اوسېدونکي د مزار ښاروالۍ د وروستیو هڅو او کړنو ستاینه کوي او د لا ډېرو پراختیایي پروژو پر تطبیق ټینګار لري.
































