د کابل ښار په واټونو کې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی دی. یو شمېر کارګر ماشومان وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي درانه کارونه وکړي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، دغه وزارت په تېرو دوو کلونو کې له ۲۵ زره ډېر هغه ماشومان چې پر سختو کارونو بوخت وو، راټول کړي، او په دې برخه کې د دوی هڅې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومان شمېر د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیات شوی دی.
































