عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۱۶۲ ته رسېدلی دی. همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱ کسه بېرته له دغه ویروس روغ شوي دي. په دې سره د ټولو بېرته جوړو شوو کسانو شمېر ۲۶۲۲۸ کسانو ته رسېږي. سره له دې بیا هم د عامې روغتیا وزارت هیله مندي ښيي چې کرونا ویروس د ختمېدو په حال کې دی خو بیا هم خلکو ته په کار ده چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































