د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. بلوچستان کې پاکستاني پولیسو ویلي چې په یاده چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د چمن روغتون چارواکو هم د چاودنې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې له یادې پېښې روغتون ته پنځه جسدونه او لس ټپیان وروړل شوي دي. د پېښې پړه د حزب الاحرار ډلې په غاړه اخیستې ده او ګڼو پاکستاني پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده خو ځایي خبریالانو بیا ویلي چې چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
































