د افغانستان بانک ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې له بانکي محدودیتونو او د امریکا له لوري، د دغه بانک ۷.۹ میلیارده ډالرو کنګل پاتې کېدو سربېره توانېدلی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۶ سلنه لوړ کړي. د دغه بانک مسوولینو ویلي، چې د هېواد په بانکونو کې ستونزې حل او د ښاریانو پر شتمنیو محدودیتونه تر زیاتې اندازې لرې شوي دي. د دغه بانک د ویاند په خبره په دې کال کې د افغانستان بانک هڅه کړې، چې هېواد کې بانکي سیستم اسلامي شي. همداراز د خصوصي بانک د کوچنیو پورنو سیستمونه هم اسلامي شوي، پنځه اعشاریه دوه میلیارده زړې افغانۍ سوځول شوي او نوې پيسې بازار کې وېشل شوي دي، چې د پولي ثبات په ساتنه کې یې مهم رول لرلی دی.
































