د سرپرست حکومت اداري مرستيال وايي چې بې علمه ملت تل نورو ته احتیاج وي او بل ته اړ ملت هيڅکله مستقل کېدای نشي، نو په همدې اساس باید د ديني علومو تر څنګ په عصري زده کړو او ټکنالوژۍ د افغان ماشومانو د سمبالولو لپاره لا ډېر کار وشي. په وینا یې تېر کال ۱.۲ ميليونه نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شوي او تمه ده، چې سږ کال دغه شمېره تر دې هم لوړه شي.
































