د هلمند په مرکز لښکرګاه او ۳ ولسوالیو کې د ۹۹۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د اړوندو کرنیزو خدمتونو مدیریتونو په همکارۍ په تېرو دوو ورځو کې د لښکرګاه ښار په ګډون د ناوې، نهرسراج او واشېر ولسوالیو کې د ۹۹۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده. دغه راز د هلمند مرکز لښکرګاه اتمې حوزې اړوند بېلا بېلو ساحو او د سرکار عمومي سړک ته څېرمه ۷۵ جریبه ځمکه بررسي شوې چې ۴۰ جریبه یې دولتي ځمکه تشخیص شوې ده.
































