په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې ۳۸۵ دولتي ښوونځي جوړ او ۲۰۰ زره افغان ماشومانو ته د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړي. یونیسف نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د دغو ښوونځیو د جوړولو تر څنګ به افغان ماشومانو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړي. بلخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر اعلان کړی چې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره یې له یونیسف سره د ۲۵ میلیونه یورو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
































