د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو له یو نړېدلي کان څخه د ۱۰ نور کسانو مړي وایستل شول او د پېښې د قربانیانو شمېر ۱۲ ته ورسېد. دغه پېښه پرون ماښام د دغه ایالت د مرکز کوټې په ۸۰ کیلومترۍ کې د خوست په سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د ځمکې له سطحې څخه په ۲۴۴ متره ژور دغه شخصي کان کې د چاودنې له کبله ۱۲ کارګران بند پاتې شوي وو. د پاکستان صدراعظم شهبازشريف په یو بیان کې د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې ده.