د امریکا د ملي امنیت تجربه لرونکي سلاکار جان بولټون اسراییل ته خبرداری ورکړی دی چې باید په خپلو پرېکړو او سیاستونو کې له پوره احتیاطه کار واخلي، ځکه چې په خبره یې، ښایي تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د امریکا رویه بدله شي. هغه د لبنان پلازمېنه بېروت کې چاودنې ته په اشارې ویلي، دی تر اوسه په دې اړه څه نه شي ویلی خو په دې ښه پوهېږي چې اسراییل څه کوي او په وینا یې، اسراییل باید په خپلو پرېکړو کې پوره پام وکړي. نوموړي ویلي، اسراییل ته نه ده په کار چې پر ټرمپ هم تر حد ډېر باور وکړي ځکه چې دده په وینا، ټرمپ هیڅ بهرنۍ تګلاره نه لري او تر ډېره حده یې بهرني سیاستونه په کورنۍ اغېزمنتیا پورې تړلي دي.
































