د افغانستان بانک نن ورځ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د روان کال د وري میاشتې په ۴مه نېټه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په شرايطو برابر ټول صرافان او تجارتي بانکونه کولای شي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۵ میلیونه ډالر پلورلي وو.
































