د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په تېرو ۱۰ کلونو کې یې د خپلو ملاتړو ادارو سره په ګډه په افغانستان کې ۲۳ میلیونه نیالګي کېنولي دي. د ملګرو ملتونو د یاد بنسټ په خبره، دغه نیالګي د دې تر څنګ چې خاوره خوندي ساتي د زرګونو کورنیو سره دا مرسته هم کوي چې ښه او روغتیایي خواړه وخوري او د مېوو له خرڅلاوه یې ګته هم تر لاسه کړي. تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ هم ویلي و، چې سږ کال به د دوه مېلیونو په شاوخوا کې نوي نیالګي کېنوي. په افغانستان کې هر کال په پسرلي کې د حکومتي چارواکو او ولسي خلکو لخوا نیالګي کېنول کیږي؛ خو بیا د نه پاملرنې له امله دغه نیالګي وچېږي او له منځه ځي.
































