د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله د تېر ۱۴۰۲ کال پرمهال په هېواد کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتوالی ښیي. د یاد وزارت د ساري ناروغیو د برخې مسوولین وایي، چې تېر کال په هېواد کې پر کانګو ناروغۍ اخته ۱۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مالوماتو له مخې په ۱۴۰۱ کال کې۴۳۱ پېښې شوي چې له ډلې یې ۱۱کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. بلخوا په کابل کې د انتاني روغتون متخصص ډاکټر فریدالله عمري سپوږمۍ راډيو ته وویل، چې سخته تبه، د سر درد، د عضلاتو درد، د غاړې شخ پاتې کېدل، د ملا درد، د سترګو سرهکېدل او غوسه د کانګو ناروغۍ له نښو څخه دي. کانګو یا وینه بهونکې تبه یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د څارویو د کنې په واسطه د څاروي په بدن کې پیدا کېږي او وروسته د همدغه څاروي د غوښې خوړو له لارې د انسان بدن ته دا خلېږي.
































