د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ۱۱ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پیل کړې دي. د دې وزارت سرپرست وزیر د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، د دغو کوچنیو بندونو له جوړولو څخه یې موخه د اوبو مدیریت، د کرنې لپاره د اوبو چمتو کول او د ځمکې لاندې د اوبو ذخیرو پیاوړي کول دي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له لوري د کابل په درېیو ولسوالیو کې د درېیو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوي، چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
































