د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند په سره پله سیمه کې د یوه ټېلر او کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله د ښاروالۍ ملا امام محمد شاه مړ شوی او درې نور چې د ښاروالۍ د بشري سرچینو مدیر، تحویلدار او ډرایور و ټپيان شوي دي. د یادې ولسوالۍ د امنیتي مسوولینو او ملکي خلکو په مرسته ټپيان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
































