د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه ناوخته له هندوستان سره سیالي ترسره کړه چې په مساوي توګه پای ته ورسېده. یاده سیالي چې د افغانستان په کوربهتوب په سعودي عربستان کې ترسره شوه، دواړه لوبډلې ونه توانېدې چې ګول ووهي. دا سیالي د اسیا ملتونو جام لپاره د لارموندنې د درېيم پړاو په موخه ترسره شوه. افغانستان او هندوستان به یوه بله سیالي هم د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه د هندوستان په کوربهتوب د یاد هېواد په اندراګاندي لوبغالي کې ترسره کړي. افغانستان په دې سیالۍ کې یوازې یوه نمره ترلاسه کړه او په دې سره لا هم په خپل ګروپ کې په څلورم مقام کې قرار لري.
































