د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالي کې د ۴.۹ میلیونه افغانيو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو. د چارواکو په وینا، دغه بند ۸۵ متره اوږدوالی، ۶.۵ متره لوړوالی او ۱۵ زره مترمکعب اوبه زېرمه کولی شي. د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وياند ايمل عمر ویلي، د اوبو دغه بند، د زرمت ولسوالي د مکاوې په سيمه کې جوړ او پرون ګټېاخيستنې ته وسپارل شو. ايمل عمر زیاتوي چې د ياد بند بودجه د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت لهخوا ورکول شوې ده.
































