د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت ۲۱ د شاتو فارمونه وو، خو سږکال دغه شمېر ۷۳ ته رسېدلی چې شاوخوا ۵۰ زره کیلو شات به ترې تر لاسه شي. د دغه ولایت د مالدارۍ امر محمد حامد وايي، کندهار کې اوس د سپانځې د ګلانو څخه هم شات تولیدېږي. بلخوا د مچیو روزونکي وايي، شات يې بازار نه لري او د پخوا په څېر په ښه بیه نه خرڅېږي. په کندهار کې څو کاله وړاندې په لومړي ځل د ریحانو له ګلانو څخه شات تولید شول، خو اوس د نورو ګلانو څخه هم خلک د مچیو د روزنې لپاره کار اخلي.
































