یونیسف وایي، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د افغانستان په لوېدیځ کې زلزلې او ورښتونو له ۱۴۸۰ څخه زیات کسان مړه کړي او نږدې دوه زره نور یې ټپیان کړي دي، چې ورسره په نهو ولسوالیو کې یې له ۲ میلیونه ۷۵ زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي هم دي. د یونیسف په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په لویدیځ کې له ۳۰ زره څخه زیات کورونه او د اوبو ۲۵۸ سیستمونه ویجاړ شوي چې ماشومانو او کورنیو یې د سرپناه، څښاک اوبه، روغتیایي خدمتونه او د حفظ الصحې اسانتیاوې نه درلودې. یونیسف ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې یې ۲۷ زره او ۳۰۰ زلزله ځپلو ته په بېړنۍ توګه د څښاک اوبه رسولي دي.
































