د پاکستان په سِند ایالت کې وسلهوالو غلو د یوه امبولانس مخه نیولې چې له امله یې ناروغ مړ شوی او امبولانس کې له شته کسانو یې پیسې او موبایلونه اخیستي دي. پېښه پرون د شېکارپور په تالوکا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د غلو یوې اته کسیزې ډلې د دې امبولانس مخه ونیوله. یاد امبولانس کې د زړه حملې یو ناروغ روغتون ته لېږدول کېده چې د ډاکټرانو په وینا، روغتون ته په ځنډ د راوړلو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پاکستاني رسنیو ویلي چې پر امبولانس د غلو د برید پر مهال یو کس ټپي شوی هم دی چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. د مړه شوي کس زوی ویلي، غلو ترې موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي اخیستي او پلار یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې.