یو شمېر لبناني رسنیو راپور ورکړی دی چې لومړی وزیر حسن دیاب هم ښایي ډېر ژر خپله استعفا اعلان کړي. د لبنان پلازمېنه بېروت کې تر درنې چاودنې وروسته چې له امله یې ۱۵۸ کسان ووژل شول او ۶ زره نور ټپیان شول په یاد هېواد کې د حکومت پر ضد پراخ اعتراضونه پیل شوي دي. لاریونوال د لبنان له لومړي وزیر او کابینې څخه د استعفا غوښتنه کوي. د لاریونوالو تر فشارونو وروسته المیادین اژانس راپور ورکړی دی چې د لبنان د مالیې وزیر غازني وزني په ګډون د عدلیې، چاپیریال ساتنې او اطلاعاتو وزیرانو هم له خپلو دندو استعفا کړې ده. ویل کېږي چې دیاب خپله استعفا ولسمشر ته استولې خو تر اوسه تایید شوې نه ده.
































