رویټرز خبري اژانس ویلي، چې مسکو کې د تېرې شپې برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته پورته شوی دی. بلخوا روسي رسنیو ویلي، چې د وژل شویو شمېر ښایي نور هم زیات شي. دغه پېښه تېره شپه د مسکو اړوند کراسنوګورسک سیمه کې د کنسرټونو په یو صالون کې شوې چې له امله یې ۱۴۵ نور ټپیان شوي هم دي. د بریدګرو شمېر ۵ تنه ښودل شوی دی.
































