د پکتیا په دنډه پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه نن د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه. د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، حسیب الله ګردیزي ویلي، د خرلاڅي دروازه د دغه ولایت د سوداګرو د ټولنې په هڅو نن سهار پرانیستل شوه. د نوموړي په خبره، دغه لار ډېری وخت پر ډېورنډ فرضي کرښې د نښتو له امله تړل کیږي چې سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوړي.
































