د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ټولو ۵۷۰ ښوونځیو له ډلې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي. د بغلان د پوهنې رییس محمد نور عزیزي ویلي، په دغه ولایت کې ټول ۵۷۰ دولتي ښوونځي شتون لري چې ۲۰۹ یې لا هم ودانۍ نه لري او ۵۱ زره ۵۴۴ زده کوونکي یې له تېرو څو کلونو راهیسې د ودانیو په نشتون کې زده کړې کوي. عزیزي زیاتوي چې، روان کال یې ۶۳ ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه او نهه زره ۴۷۶ زده کوونکو ته په یو شمېر ښوونځیو کې ټولګي جوړ کړي او د ۱۴۰۳ ښوونیز کال لپاره یې ټولو هغو ښوونځيو ته خېمې وېشلي چې ودانۍ نه لري.
































