د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۷ ښوونځیو جوړېدو لپاره خلکو ۳۷ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده. دغه ځمکه په مرکز ښرنه، برمل او ګومل ولسواليو کې د یادو ښوونځیو لپاره ورکړل شوې. د پکتیکا مرستيال والي د خپلو فعالیتونو د کلني راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي چې پر ځانګړې شوې ځمکه به ډېر ژر د ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې پیل شي. نوموړي دا هم وويل چې پکتيکا کې شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نهلري چې زدهکوونکي د ژمي او دوبي پر مهال له یخنۍ او ګرمۍ سره لاس او ګرېوان دي. نوموړي ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه به هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې دا مهال ودانۍ نهلري.
































