د روسیې د څېړنو کمیټې اعلان کړی، چې د کروکوس تالار پر کنسرټ د وسله وال برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ تنو ته ورسېد. روسي چارواکو ویلي، د هغو ماشومانو مېندې او پلرونه چې په دغې پېښه کې وژل شوي، میاشتنۍ مرستې ترلاسه کړې. له بل پلوه کرملېن اعلان کړی، د هغو څلورو وسله والو په ګډون چې په دغه برید کې یې لاس لاره یوولس کسه نیول شوي دي. خو د نیول شویو کسانو د هویت په اړه لا مالومات نه دي خپاره شوي.
































