د کونړ سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د احصایې او معلوماتو ریاست لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کونړ مرستیال والي ویلي چې د یاد ولایت په مرکز اسعد آباد کې د احصایې او معلوماتو ریاست لپاره دوه پوړیزه ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي ملاتړ بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د احصائیې او معلوماتو رییس عبدالغفار ذکي ویلي چې یاد ریاست د ودانۍ نشتون له امله له زیاتو ستونزو سره مخ و او وروسته له دې به یادې ستونزې لرې او هېوادوالو ته به پر وخت خدمات ترسره کوي.
































