د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کي د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله ۵ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې نن د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کي پنځو ماشومانو په یوه ناچاوده مرمۍ لوبې کولې چې وروسته یادې مرمۍ چاودنه کړې او له امله یې درې تنه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. نوموړي ویلي، چې د دې پېښې ټپيان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
































