د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په جنوبي او شمالي ولسوالیو کې د تېر یو کال په جریان کې ۷۰ مخابراتي انتنونه نصب شوي دي. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس رسنیو ته ویلي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د یاد ولایت د جنوبي او شمالي ولسوالیو هغو سېمو کې چې مخکي مخابراتي شبکو فعالیت نه درلود د ۷۰ بېلا بېلو مخابراتي شبکو انتنونه یې نصب کړي دي. د یاد ریاست مسوولینو دا هم ویلي، چې دوی هڅه کوي، په دغه ولایت کې د ټولو فعالو مخابراتي شبکو وخت پروخت څارنه هم وکړي، تر څو د هیوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې وي.
































